درې ورځې وړاندې ورته دا تکلیف وو چې ګورنر فیصل کریم کنډي ولې باچاخان مرکز ته لاړو ؟ د هغې نه یوه ورځ پس چې خبر شو ایمل خان امریکې ته د خپل ګوند د تنظیم سازئ په لړ کې روان دی نو ویل یې د پښتنو معدنیاتو خرڅیدلو له روان دی .
کله چې روان شو نو د دوي لپاره لویه ستونزه د ایمل خان کالي وګرځیدل .
دوه ورځې په دغې بحث ستړي شو نو اوس وایې اتڼ یې ولې وکړو .
د کال 365 ورځې . د میاشتې دیرش ، د هفتې اوه او د ورځې څلوریشت ساعته د دوي په دماغو ایمل خان سپور دی .
زما خپل assessment دا دي ، او دا خلک زه په دریو کیټیګرو کې تقسیموم
لومړئ کیټیګري ( عمران خاني )
هغه خلکو کومو چې د اسټبلشمنټ بیانیه خپله کړه او د ولس د اصلي نماینده ګانو په ځائ یې نااهلو ته ووټونه ورکړل او د هغوي په لاس یې پښتونخوا لوټمار وکړو او زلمی کل یې بیروزګارئ ته کش کړو ، یاد ساتئ بیروزګاري د نفسیاتي ناروغتیا لومړی لامل دی او انسان چې کله نفسیاتي ناروغه شي نو د ته هغه خیالات راځي کوم وخت چې دی لږ ډیر ذهني طور stable وي خو ددغې سره سره کنفیوز هم وي .
همدغسې خلک د طاقتورو خلکو پروپاګنډه په اسانئ سره manipulate کولی شي .
لکه مثلا د کال 2010 نه واخله د کال 2013 پورې په پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند خلاف مسلسل ریاستي پروپیګنډې او دروغ ، دغې پروپاګنډو او دروغو په لومړي ګام (step) کې دوي برین واش کړل او په دوهمه کې ناروغه .
او د هغې ناروغتیا سبب نن دا جوړ دی چې د ده په سر کوم انبار د مسایلو په دیارلسو کلونو کې په سر شوی د هغې ذمه وار ځکه دی ایمل خان بولي چې دده میموري هغه پروپیګنډې ته ریورس شوې د کومې ذکر چې ما پورته وکړو .
دوهمه ؛. کیټیګري
دا د هغې خلکو ده د کومو ذهنونه چې د کال 2018 نه پس د سوشل میډیا کمپاین جوړ کړل ، مثلا د پښتنو په ملینو خلک بې کوره شو ، په زرګونو مړه شو په زرګونو ووژلي شو .
د دې حقیقتونو نه هیڅوک انکار نه شي کولی چې د پښتون سره ظلم هم شوی او روان هم دی خو ولې یو mature انسان ته چې دا خبرې وشي یا یې خپله ویني نو دی به په دې فکر خامخا مجبور کیږي چې هغه کومه داسې لاره ده چې هغه اختیار کړم هغه کوم داسې سیاست او داسې مبارزه ده چې د هغې د لارې دې جبر ته د پائ ټکی کیږدم .
د پوه انسان په مقابل کې چې ناپوه ته د جبر داستان بیان شي او دی د قومی احساس لري هم وي نو د دغه داستان په بیانولو دی د ذهني فشار سره مخامخ شي او دغه فشار او سیاسي نابالیغتوب دی یو داسې corner(ګوټ) ته دهکه کړي چې دی فکر کوی که چرې دا پلانکی پلانکی راپاسیدلو او په جګړو یې لاس پورې کړل نو دغه جبر به ختم شي کوم چې د جګړو په نتیجه کې مخې ته راغلی .
یعنی دی بیا په اور اوبه نه اچوی په اور تیل اچوی چې اور د مړ کولو په ځائ ښه تازه کړي او څوک چې د ده د دغه رقم سوچ او نابالیغتوب ملاتړ نه کوی دی د هغه لپاره هیڅ نرم ګوشه نه لري ، د ته مدام هغه کمتر او خپل ځان ابتر ښکاري .
همدغه وجه ده چې دوي په ایمل فوبیا کې بوخت دي ، دا اوس د دوي یوه ذهني ناروغتیا ده ، دوي په یو داسې ډکر ولاړ دي چې ملاتړ نه کول یې هم مجبوري ده او مخالفت یې هم لویه مجبوري جوړه شوې .
دریمه کیټیګري .
دا هغه خلک دی کوم چې یو وار مجاید د کابل نه در په در کړل او د افغانستان د سیاسي منظرنامې نه یې فناه کړل ، او بل وار تالېب ، د دوي سیاسي پنډغالی د دوي سیاسي بنسټ د دوي تنظیم د دوي مبارزه په افغانستان کې د indefinite time د یو نامالومه وخت پورې له مینځه تلی او دغې عمل دوي د ذهني فشار سره مخ کړي . دوي ته مالومه هم ده چې زموږ سیاسي پنډغالی ، زموږ سیاسي بنسټ افغانستان نور نه دی پاتې نو ځکه دوي خپل زیاتره د پښتونخوا په ولس مصرف کوی ، دوي د هغوي په ذریعه دلته خپل سیاسي پنډغالی جوړول غواړي .
او دوي دا فکر کوی چې په دغې کې لوی خنډ ایمل خان او د هغه ګوند دی ، همدغه وجه ده چې دوي د پښتونخوا پښتانه او د هغوي مشران شپه او ورځ کنځي ، د دوي دا ذهنونه جوړ شوي چې که چرې موږ دوي او د دوي مشران وکنځو نو دوي به زموږ ملګری شي او موږ به د دوي په لاس په پښتونخوا کې سیاسي پنډغالی پیدا کړو .
هم دا هغه لاملونه دي چې ددغې درې واړو طبقو یې دا مجبوري جوړه کړې چې دوي به ایمل خان خامخا ټارګټ کوی ، په داسې حال کې زما په اند د دوي سره بحث کول دوي ته ځواب ورکول هم هیڅ ارزښت نه لري .
امیر یوسفزی .










