Aimal wali khan latest interview with Rahman Buneri 0

د ښاغلی ایمل ولی خان او رحمان بونیری مرکې ته کتنه

د ښاغلی ایمل ولی خان او رحمان بونیری مرکې ته کتنه ؛. دغه مرکه تقریبا ۵۵ منټه ده ، چې پکې د امریکې او پاکستان تر مینځ د اړیکو نه واخله د پاکستان د داخلي سیاست پورې د ایمل خان نه پوښتنې شوې او ایمل خان د هغې مفصل او منطقي ځوابونه ورکړی .
د مرکې په یوه برخه کې رحمان بونیری په ایمل خان د پیټي ایم په اړه سوال کوی .
سوال ؛. پیټي ایم ستاسو خریف نه بلکې حلیف دی نو بیا اخر هغه څه مسله ده چې تاسو د هغوي مخالفت کوئ .
ایمل خان ددغې په ځواب کې یو ټکی کارولی خو ولې تفصیلا ځواب یې نه دی ورکړی ، پس ددغې نه وایې ماته تر ټولو زیات کنځل هم دوي کوی او په دغې کې هیڅ شک نشته ځکه چې ددغې شاهد زه خپله یم . نو لهذا زه په دغې بحث نه کوم البته د ایمل خان هغې لفط له راځم کوم چې هغه استعمال کړی . یعنی De politicisation.
د قومونو د غیر سیاسي کولو عمل .
—————
تاریخي کتنه ؛.
کله چې د برتانیې ، اسپین او فرانس استعماری دوره پیل شوه او د نړئ د مشرق څخه واخله تر مغرب پورې دوي قبضې وکړې ، څه کلونه پس یعنی د شلمې پیړئ په پیل کې چې کله مقامي خلکو د دوي خلاف مبارزې پیل کړې نو د دغې استعماری قوتونو دوه پالیسئ وې .
مقامی خلک وسلوالی مبارزې ته کش کول .
دوهم د دوي نه صرف د بشری حقونو مبارزین جوړول .
زه اوس ددغې استعماری قوتونو نه صرف برتانیه اخلم ځکه چې زموږ په سیمه او خاوره د دوي نظام او قبضه چلیدله .
د برتانوی سامراج کوشش به دا وو چې مقامی خلک د هغې نظام نه لرې وساتي کوم چې به دوي ترتیب کړی وو ، دوي به کوشش کولو چې د مقامی خلکو پولیټیکل جدوجهد په وسلواله مبارزه بدل کړي . د هغې ګټه به دوي ته دا وه چې دغه مقامی وسلوال به دوي د خپلې ټولنې څخه جدا کړل دوي به غریځو سیمو او دشتو ته لاړل .
ګټه به یې دوي ته دا وشوه چې د دوي سیاسي فعالیتونه به یې د خپلې ټولنې څخه ختم کړل او دغسې به دوي ددغې وسلوالو ډلو او د ولس تر مینځ فاصلې پبدا کړی .
کله چې هم د ولس تر مینځ د خپلو وسلوالو مبارزینو سره سیاسي هلې ځلې ختمې شوې نو انګریز سامراج به دوي په اسانه د خپل کنټرول د لاندې وساتل .
په دوهمه مرحله کې به دوي هغه وسلوالې ډلې کومې چې به د ولسي ابادو نه لرې هغه به یې په اسانئ سره د طاقت په زور وځپلې .
او ددې لنډ مثال پښتانه خپله دي چې څو څو وارې ورته انګریز شکست ورکړو او په نتیجه کې یې ورله خاوره هم څلو ټوټې کړه .
هم دې عمل ته د قومونو د غیر سیاسي کولو عمل وایې .
په هندوستان کې د انګریز جوړ کړی شوی سسټم ته نه د سباش چندر بوس نه خطره وه او نه د بګهت سینګ نه انګریز ته که خطره وه نو صرف د کانګریس نه وه . ځکه چې کانګریس د دوي په پولیټیکل سسټم کې وردننه وو او کانګریس دغې سیاسي پالیسئ دوي ته د ولس په مینځ کې لوئ ځائ هم ورکړی وو . دوي سیاسي مبارزه هم کوله او بشری سازمانانو یې هم د ولس په خیر ښیګړه راوستل .
Humanitarianism + political struggle
بشریت او سیاست د محکومو ولسونو لپاره ګټه ور وي یعنی چې د ولس د خیر ښګړې کار هم کوې او سیاسي مبارزه هم .
د قومونو نه وسلوال جوړول که د انګریز یوه پالیسي وه نو دوهمه پالیسي یې قومونه صرف humanitarian workers جوړول هم وو .
مثلا که په محکوم قوم کې صرف بشری سازمانونه جوړ شو او د دوي کار صرف د خپل ولس سره مرستې کول وو او د سیاسي عمل ماده به پکې نه وه نو انګریز ته د دوي ددغې عمل زیاته ګټه وه ، ځکه چې دوي به د سیاسي مدار څخه بهر وو او کله چې به دوي د سیاسي مدار څخه بهر وو نو د انګریز جوړ کړی شوی سټراکچر ته به هیڅ خطره نه وه .
که چرې موږ خدای خدمتګارئ ته وګورو نو خدائ خدمتګار humanitarian workers هم وو او پولیټیکل هم ، دوي به د ولس د خیر ښیکړې کارونه کول او پښتانه به یې سیاست ته رابلل .
د باچاخان ازاد سکولونه humanitarian activism وو او د هندوستان په سیاست کې برخه درلودل political د کال 1936 او 1946 انتخابات یې ښکاره مثالونه دي .
نن ورځ ؛.
نن پاکستان او ایلیټ کلاس هغه پالیسي جاري ساتي . او د هغې لوی دلیل یې د مختلفو قومونو سیاسي مبارزین بدنامول دي .
او ددغې په تاریخ کې ژوندي مثالونه شته . سیندي قومپرست ، بلوڅ او پښتانه قومپرست د دوي په کتاب کې غداران ، ایجنټان او لادینه وو ، دوي به هم د دوي پروپیګنډې نه کار اخستلو دا چې دوي د خپلو قومونو په مینځ کې بدنام کړي او د دوي یې بدظنه کړي او د دوي په مقابل کې د دوي قوم په هغې ډلو او ګوندونو پسې روان شي کوم ګوندونه چې دوي جوړ کړي وي ځکه چې هغې ګوندونو کې د دوي مفادات خوندي وو .
پاکستان د انګریز په ډول استعماری قوت نه دی خو ولې military dominant ملک ضرور دی نو ځکه د ملټری ډومینیشن لپاره ضروري ده چې د محکومو قومونو په مینځ داسې ډلې او پرې پیدا کړي چې دوي خپل قوم د سیاسي spectrum نه لرې وساتي او د دوي په مینځ کې political vacuum وساتي کله چې دا عمل جاري وي نو د ملټرئ بادشاهت به دوام کوی .
پیټي ایم ؛.
پیټي ایم یو خوا د پاکستان په آئین کې د حقونو غوښتنه دعوه کوی خو ولې بل خوا د پاکستان آئین غلامی بولي .
کله چې د دغې آئین د لاندې د حقونو دعوه کوې نو بیا خو یې غلام مه بوله او چې بیا خامخا آئیني غوښتنه کوې نو بیا هغې سیاسي مدار ته داخل شه د کوم مدار د لارې چې آئینې حقونه حاصلولی شې او دغې مدار ته پارلیمانی عمل ویلی کیږي .
خو ولې دوي دغه هم غلامی بولي .
نو خبره بیا هغې ځای ته راځي دلته کې فوج هم مدام کوښښ کوی چې ولسونه دې غیر سیاسي وي او دوي هم ولس ددغې سیاست نه لرې ساتي نو بیا سوال دا کوو چې په دې دواړو که څه فرق ؟؟؟
کوم کار چې فوج کول غواړي هغه دوي کوی .
دوهمه قومونه صرف humanitarian workers جوړول ، پیټي ایم وایې موږ په پښتنو کړي ظلمونه نړیوالو ته بیان کړل ، همدې عمل ته هغه humanitarian activism ویلی کیږي کوم چې د انګریز ایجاد وه ، یعنې په محکومو قومونو کې صرف بشری تنظیمونه جوړول او د سیاست نه لرې ساتل .
د غیب کړی شوو خلکو معامله humanitarian ده او ددغې خلکو د راپیدا کولو لپاره به هغسې سیاست کوې کوم سیاست چې په هند کې کانګریس او خدائ خدمتګارو کولو ، خو ولې د دوي په عقیده بیا کانګریس او خدای خدمتګار هم غلامان وو ځکه چې هغوي وسلوال مبارزین نه جوړیدل .
خو ولې بلخوا دوي خپله وسلوال مبارزین هم نه جوړیږي .
د دوي کار هم صرف سیاست په نخښه کول دي او د فوځ هم او هم دې عمل ته د قومونو د de-politicise غیر سیاسي کول وایې او غیر سیاسي خلک مدام طاقتورو خلکو ته قابل قبول وي ، ځکه دوي هیڅکله هم د خپل قوم د ژغورنې سبب نه شي جوړیدلی .
امیر یوسفزی .

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ