0

د غازي امان الله خان افغانستان او د مصطفی کمال اتاترک ترکي

د استنبول ښار څخه یوه خاطره
د جنورۍ د میاشتې کال ۲۰۲۳ په نهمه نیټه چې هر کله زه د ترکیې د استنبول ښار د ستر پوهنتون د لومړۍ دروازې پورې ورسیدلم نو ماته د افغانستان د ستر باچا امان الله خان د افغانستان د جدیدیت خوب رامخې ته شو پس ددغې مې سترګې د ترکیې په سور بیرغ ولګیدلی کوم چې د جدید سیکولر ،ډیموکراټیک او نیشنلسټ ترکي سیمبول دی .

یو سوړ اسویلی مې وکړو چې کاش په کابل پوهنتون هم دغسې د افغانستان درې رنګه بیرغ ځلیدلی .
زه تم شوم
زما فکر عثمانوي خلافت ته لاړ
داسې یو وخت وو چې ترکانو د خلیج نه واخله د مراکش د طنجة ښار پورې حکمراني کوله خو ولې پس د لومړي جهاني جنګ نه پس ترکانو نقصان وموندلو او د ترکیې طبعي سرحدات یې محدود کړل او په خپلو لاسو یې ا س لامي خلا ف ت ړنګ کړو ځکه ترکانو دا محسوس کړې وه چې نور موږ خپل وجود په یو داسې نظام کې بچ نه شو ساتلی کوم چې د مذهب او خ لا فت په بنیادونو ولاړ وي نو ترکانو د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ کې سیکولر ډیموکراسي خپله کړه ، هم دغه زمانه وه چې د انګریزانو او افغانانو تر مینځ دریمه جګړه سر ته رسیدلې وه او د افغانستان قدرت د ستر شاه امان الله خان په لاس کې وو .

شاه امان الله خان د ترکیې په سفر لاړو او د ترکیې سره یې لوظنامه وکړه چې دلته به افغانان راځي او عصري علوم به د افغانستان د ترکیې په مرسته حاصلوي او بیرته به افغانستان ته ځي چې د خپل ولس او هیواد خدمت وکړي ، ددغې سره سره ترکیې افغانستان ته ۲۱۲ استاذان ولیږل چې دوي د افغانستان په جدیدیت کې د افغانانو مرسته وکړي .

خو د بده مرغه د ستر شاه امان الله خان خلاف په افغانستان کې د انګریز په مرسته مذهبیانو د هغه خلاف منفي تبلیغات وکړل او ولسونه یې راوپارول چې ګنې امان الله خان افغانستان ته د غرب نه فحشا راوړي کومه چې د افغانستان د کلتور او د افغانستان د مذهب په خلاف ده .
دغه مخالفین د حبیب الله کلکاني په مشرۍ کې راجمه شو او د امان الله خان دولت یې ړنګ کړو او هغه یې هند ته په جلاوطنۍ مجبور کړو .

د کلکاني او د هغه د پلویانو په لسو شرایطو کې یوشرط دا هم وو چې کوم افغانان ترکیې ته تللي دوي به بیرته راځي ځکه دوي د فحاشي لپاره لیږلي شوي او دریم شرط یې دا وو چې د ښځو تعلیم د افغانانو د کلتور او د ین په خلاف دی نو ښځه هیڅکله نه شي کولی چې عصري علوم حاصل کړي .

زه لا هم د استنبول ښار د ستر پوهنتون مخې ته ولاړ یم زه ګورم چې دلته افریقایان ،اسیایان او عرب سټوډنټان دي کوم چې دلته جدید علم حاصلولو له راغلي .

زه بیا اسویلی کوم او د ځان سره ګڼړیږم او وایم که چرې موږ افغانانو د شاه امان الله خان خوب سر ته رسولی وی نو نن به د افغانستان پوهنتونه هم دغسې د جدید علومو مرکزونه وو هم دلته به د نړۍ نه خلک راتلل او عصری علوم به یې حاصلول .

خو ولې موږ د امان الله خان د جدید خوب څه بلکې افغانستان رانسکور کړو او ترکانو د مصطفی کمال اتاترک ترکیه جګه کړه نن ترکیه د نړۍ په شلو معاشي طاقتورو هیوادونو کې شمیرلی کیږي کوم ته چې G20 وایې او افغانان د بشري مرستو د یو څو ډالرو په خیراتي کڅوړه اتڼ اچوي .

نن د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه خلګ ترکیې ته د څرمنې ،غاښونو او ویښتو د علاج لپاره راځي او افغانان د لیډي ریډنګ روغتون(هسپتال) د علاج لپاره په تورخم شپې ورځې تیروي .
نن ترکیه په بین المللي سیاست کې دومره مقام لري چې هم د مشرق ضرورت دی او هم د مغرب
ډیر د افسوس مقام دی نن د مصطفی کمال اتاترک ترکیه چرته لاړه او دامان الله افغانستان چرته ؟؟
ترکانو د مصطفی کمال هیواد په اوږو اوچت کړو او افغانانو د امان الله وطن راوپرځوو .

زه بیرته روان شوم او شکر مې وباسو چې پښتون یم که نور هیڅ نه شم کولی خو صرف دا غیرت مې کړی چې د امان الله خان د فحشا د خوب پوره کیدلو مخه مې نیولې او د کلکاني خوب مې ریښتیا کړی او تر ننه دوام لري.

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ