Mahmud Khan Achakzai and the Democracy 0

محمود خان اڅکزئ او جمهوریت

محمود خان اڅکزئ او جمهوریت

کله چې په کال 2014 عمران خان د نواز شریف د حکومت په خلاف آزادي مارچ پیل کړو او بیا یې هغه مارچ په اوږد پرلت بدل کړو ، نو په هغه وخت کې محمود خان اڅکزئ د عمران خان د پرلت ( دهرنې) په خلاف د نواز شریف سره ولاړ وو ،

Mahmud Khan Achakzai and the Democracy

په هغه وخت کې به عمران په کنټینر د خپلې غاړې نه د خپل ګوند بیرغ چاپیر کړو نه به یې یواځې د محمود خان د څادر سپکه کوله بلکې د پښتنو د روایتي لباس سپکه به یې هم کوله .

محمود خان اڅکزئ ځکه د عمران د دهرنې په خلاف وو ،ځکه چې دغه دهرنا د پاکستان ملټري اسټبلشمنټ ( امپایر) facilitate کړې وه ، بیا وروستو هرچاته مالومه شوه چې ددغې په شا جنرل ظهیر الاسلام او شجاع پاشا وو.

څه موده پس په نواز شریف کیسونه جوړ کړې شو او په هغې کې ځنداني شو او څه میاشتې پس لندن ته لاړو .

بیا په کال 2018 کې الیکشن وشو او عمران خان په چور دروازه یعنې په غیر جمهوري طریقه هغې اسټبلشمنټ facilitate کړو او د وزیر اعظمئ په چوکۍ یې کینولو ، هرچاته مالومه وه چې عمران خان د شګو بوجۍ ده او شاته ترې فوجیان ناست دي ، هم ددهغې حکومت په خلاف پي ډي ایم جوړ کړی شو او د عمران ( باجوائ رژیم) په خلاف یې مظاهرې ،جلسې، جلسونه پیل کړل ،

د پي ډي ایم لومړۍ بیانیه د ووټ عزت او احترام وو، محمودخان اڅکزۍ صیب په دغې جلسو ، او مظاهرو کې په لومړي صف کې وو ، هم په دغه وخت کې محمود خان نواز شریف ته د شیرشاه سوري خطاب ورکړو .

څه موده پس د عمران او باجوه اختلافات جوړ شو ، د باجوه سره بل هیڅ اپشن نه وو بې د هغې پي ډي ایم نه کوم چې د باجوه په خلاف د 2018 په الیکشن کې د عمران خان حکومت جوړ کړی وو.

اخر عمران فوج په هغه لاره رسوا کړو په کومه لار چې یې راوستلی وو. څه ورځې وړاندې مولانا فضل رحمان د هغې اقرار په خپله وکړو چې د عمران په خلاف عدم اعتماد د باجوا پلان وو.

که څوک د پاکستان په سیاست لږ ډیر پوهیږي نو هغه به لازمي په دې هم پوهیږي چې فوج څومره سیاسي انجنیرنګ کوي ؟؟؟

په سیاست کې د فوج د انجنیرنګ تاریخ څومره دی؟

د عمران خان د لرې کولو نه پس هغې فوج بیرته نواز شریف راوستلو، که چا هم لږ ډیر سیاسي بصیرت درلود نو هغوي به د 2024 د الیکشن نه لومړی پوه شوي وي چې مرکزي حکومت ، او پنجاب دا ځل فوج بیرته نواز شریف ته ورکوي ،

اوس د محمود خان اڅکزئ شیرشاه سوري بیرته په ګیدړ بدلیږي نو د دې ذمه وار محمود خان اڅکزئ نه دی بلکې نواز شریف خپله دی ،

څه رنګه چې فوج د کال 2018 په الیکشن کې د عمران په حق کې سیاسي انجنیرنګ کړی وو او هغه یې facilitateکړی وو نو هم هغسې یې دا وار مسلم لیګیان په غټه پیمانه په پنجاب کې د سیاسي انجنیرنګ په لار کامیاب کړي .

ځکه محمود خان اڅکزئ د پارلیمنټ په فلور دمسلم لیګ په خلاف په نظر راغی .

ددې نه دا وضحه ده چې محمود خان نه په کال 2014,18 کې د نوازشریف سره ولاړ او نه اوس د عمران سره بلکې د حقیقي جمهوریت سره ولاړ وو او ولاړ دی .

بلخوا د پي ټي ائ خلګ دا دعوه هم کوي چې عمران په حقه وو عمران پښتونخوا پیرس جوړ کړی نو ځکه محمود خان د پي ټي اي په کیمپ کې په نظر راغی . زما خپل نظر دا دی چې دلته محمود خان د یو شخص سره نه بلکې د جمهوریت سره ولاړ دی او په سیاست کې د فوج د مداخلت په خلاف د تیر وخت غوندې ولاړ دی .

امیر یوسفزی

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ