ANP has been wiped out by Imran khan Here’s how? 0

عمران خان د نيشنل ګوند جنازه وباسله

عمران خان راله د سیاست جنازه وباسله ، اوس موږ یو سیټ څه چې کونسلر هم نه شو ګټلی ، دا هغه پیغورونه او ستغ ځوابونه دي چې موږ ته
هره ورځ راکولی کیږي .

موږ هغه څه غوښتل چې د عمران خان په راتګ سره دفن شو ؟
که چرې زموږ سیاست ، سیاسي تګلاره ، سیاسي منشور او مبارزه د قوم په خلاف وی د دوي د ګډو مفاداتو په خلاف وی د دوي د ښه راتلونکي ضمانت پکې نه وی او بیا زموږ د سیاست جنازه عمران خان وباسلی نو بلکل سم دم کار به وو.

موږ څه غوښتل او څه غواړو؟
د عوامی نیشنل ګوند تاریخ د لمرغوندی روښانه دی ، دا ګوند د خپل قوم خپلې خاورې او خپل ولس لپاره ، اختیار ، امن ، تعلیم ، پرمختګ ، اقتصاد ، ولسواکی او اختیار غواړي .

دا هغه اړین شیان دي چې د نړئ هره ټولنه هر قوم ددغې غوښتنه کوی ، ځکه چې د انسانانو لپاره اړین شیان همدغه دي .

عوامی نیشنل ګوند امن غوښتلو او په تیرو اتیا کلونو کې ورته پښتنو یو وار موقع ورکړه ، دا داسې وخت وو چې پښتونخوا ملاکنډ + پخوانئ فاټا د وسلوالو مذهبي ډلو تر کنټرول لاندې وه ، فاټا هغه وخت د اسلام اباد سره وه په نظامی توګه او د پښتونخوا کومې سیمې چې د صوبې د حکومت سره وې همدې وخت کې ددغې 17% زمکه د وسلوالو ډلو لاندې وه .

د امن په خاطر همدا ګوند وو چې کیناستلو او د هغې وخت د وسلوالو سره یې مذاکرات وکړل .
د امن راتللو لپار دوه شیان اړین وي ، یانې د دوه شیانو د عملی کولو نه پس امن راتلل ممکن جوړیدلی شي
۱/ د مذاکراتو د لارې
هرکله چې ته د یو فریق سره د امن راتللو په لړ کې مذاکرات کوې نو د هغه مطالبات به لازمی منې .
۲/ امن د طاقت د لارې
د طاقت د لارې امن راوستل هغې ته وایې کله چې د امن دوښمنان په خپل طاقت سره وځپې او کله چې دوي وځپل شي نو امن به خامخا راځي .

عوامی نیشنل ګوند په لومړی ګام کې د مذاکراتو د لارې د امن راوستلو کوښښ وکړو او د مخالف فریق ځینې مطالبات یې ومنل خو ولې د هغې په نتیجه کې وسلوالو ډلو د پښتونخوا نورې سیمې قبضه کړې او د امنیت کوښښونه یې ناکامه کړل نو بیا هله عوامی نیشنل ګوند د امنیت راتللو لپاره د طاقت لاره خپله کړه .

امن راغی خو ولې د سیمې د مشرانو عام ولس او په خاصه توګه د عوامی نیشنل ګوند د اوږدو قربانو له برکته .

عوامی نیشنل ګوند خپل شناخت غوښتلو او په هغې کې کامیاب شو او د خپلې خاورې نه یې د انګریز ورکړی شوی نوم ختم کړو
عوامی نیشنل ګوند تعلیمی پرمختګ غوښتلو او په هغې لړ کې یې د خپل ولس بچیانو ته پوهنتونونه او کالجونه ورکړل .

عوامی نیشنل ګوند د خپل ولس بقایاجات غوښتل او د این ایف سی ایوارډ د لارې یې خپل ولس ته د هغوي بقایاجات راوړل .

عوامی نیشنل ګوند په خپله خاوره پیاوړې او باختیاره غوښتله او په هغې لړ کې یې اتلسم ائینی ترمیم په مرکزی حکومت ومنلو.

عوامی نیشنل ګوند خپل تاریخ ، نصاب ، ادب ، ، امنیت ، پرمختګ ، اقتصاد ، کاروبار ، تجارت ، ښه سړک ، ښه ښونځی ، ښه کالج ، ښه پوهنتون ، خپل شناخت ، د خپل قوم عزت غوښتلو او نن یې هم غواړي .

که چرې دا غوښتنې د قوم لپاره په تاوان وي نو بیا خو عمران خاني پکار ده چې همدغسې زموږ هم سیاسي جنازه وباسي او ستا هم ، ځکه ته خو هم دا دعوه کوې چې د دې قوم غمخوار صرف زه یم ؟ او په ما زیات ددې قوم اعتماد او اعتبار دی نو چې په تا یې زیات اعتماد دی نو بیا هغه عمران خاني ولې په زور او شور سره موجود ده کومه عمران خاني چې نه د امنیت سره کار ساتي او نه ستا د حق سره نه د شناخت سره او د هغې لوی ثبوت دا دی چې ستا پیدایښت هم د عمران خان په دور کې کیږي او دعوه هم دا کوې چې د احساس محرومو ښکار وو نو ځکه زموږ مبارزه په وجود کې راغله نو دلته دا هم تسلیم کړه چې هم په دې عمران خانئ کې د احساس محرومو بې عدالتئ او بد امنئ ښکار ووم نو ځکه مې تش په نامه مېباریزه په وجود کې راغله .

خو ولې تا هغه عمران خاني پریښودله کومه چې فوج ایجاد کړه هم یې په تا دروتپله او هم په ما او راغلی ما ته دې ډال کړه زه دې پرې وکنځلم زه دې پرې ورټلم زما سیاسي جنازه دې پرې وباسله .

په حقیقت کې دا جنازه ستا هم ده او د ستا د قوم هم خو ولې ته یې نه تسلیموئ ځکه ستا په سترګو پردې دي ته د عقل وفهم نه محرومه یې او د عقل او فهم نه محرومه هیڅکله نه د قوم مسایل درک کولی شي نه حل لاره لټولی شي او نه د ولس د ژغورنی سبب جوړیدلی شي .
امیر یوسفزی

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ