د ایران د انقلابي ګارډ لخوا تازه حملې
دوه ورځې وړاندې یعنې د روانې میاشتې په شپاړسمه نیټه د ایران انقلابي ګارډ په عراقي کردستان اربیل ښار کې او د سوریا په ادلب صوبه کې مهم ځایونه په نښه کړل . د ایران فوجي چارواکي دعوه کوي چې دوي په عراقي کردستان اربیل کې هغه هیډ کوارټر په نښه کړی چرته چې د اسرایلو د موساد ایجنټانو د یو کردي تجار( بزنس مین) او ارب پتي پیشرا دیزائ سره مولاقات کولو.
پیشرا دیزای د عراق کردستان څخه وو چې په دغه برید کې ووژلی شو ، د ایران انقلابي ګارډ دا دعوه هم کوي چې په دغه برید کې د پیشرا دیزائ سره د اسرایلو د موساد 4 مهم افیسران هم له مینځه تلي ،دغسې د ایران لخوا په دغه یوه شپه په ادلب سوریا کې د هغه سختدریځه بنیاد پرستو یو مرکز هم په نخښه شوی کوم چې د بشارالاسد په خلاف د تیرو دولسو کلونو نه جنګیږي .
څومره چې منطقه د یوې نوي جګړې په لور په تیزئ سره روانه ده هم هغسې د ایران او د هغوي د اتحادیانو لخوا په حملو کې تیز رفتاري لیدلی کیږي . د کال 2015 نه واخله د 2023 پورې د اسرایل هوائ فوج په سوریا کې د ایران په انقلابي ګارډ بیشمیره بریدونه کړي چې پکې په سلګونو ایرانیانو ته او د دوي اتحادي د سوریا فوج او د لبنان حزب الله ته زیان رسیدلی خو ولې نه خو ایران خپل ردعمل د اسرایلو په جواب کې ظاهر کړی او نه سوریا .
څنګه داسې وشوه ؟
ایران د یوکراین په جګړه کې د روس نژدې اتحادی هیواد دی او د یوکراین جګړه په تاریخ کې په لومړي ځل په جدید طریقه او جدید وسلو ترسره کیږي . په دې جګړه کې روس د داسې جدید وسلو نه کار اخلي چې د امریکه او یورپ جوړې وسلې یې په مخالف کې داسې دي لکه د دوهمې نړیوالې جګړه چې فرانسویانو د جرمنیانو په خلاف د لومړۍ نړیوالې جګړې د زمانې په وسلو کوله . د یوکراین په جګړه کې د ایران شاهد ډرون کومې ته چې خودکش ډرون هم ویلې شي د روسي فوځ لخوا په ښکاره د یوکراین د فوج په خلاف استعمالیږي . هم دغسې د دې په بدل روس د ایران سره په میزایل ټیکنالوجۍ کې مرسته کوي . په تیرو دوه کلونو کې چې څومره د روس د وسلو انډسټرئ پرمختګ کړی دومره ایران او ددغې ښکاره ثبوت د عراق په کردستان اربیل ښار او په سوریا ادلب کې د بنیاد پرستو ترهګرو مرکزونه په نښه کول .
دوهمه وجه :-
په اسرایل باندې د حماس د حملو او د اسرایل لخوا د حماس په خلاف د اپریشن شروع کیدلو نه سمدستي پس د غربي قوتونو او په خاصه توګه د امریکې ارادې د ایران په خلاف ډیرې خطرناکې لیدلی کیږي هم دغه وجه ده چې امریکې خپله بیړۍ په بحیره روم کې ودروله او ایران ته یې اخطارونه ورکړل که چرې اسرایل ته مو بل محاذ خلاص کړو نو انجام به یې خراب وي ، هرڅو که د ایران ارادې د اسرایل په حقله که څه هم دومره خطرناکې نه دي خو ولې دنیا ته مالومه ده چې د حزب الله د ایران سره روابط دي او په غزا د حملې په صورت کې به حزب الله د اسرایل په شمالي علاقو برید وکړي ، د حزب الله کاروایانې نن هم جاري دي خو ولې په واړه پیمانه دي او د اسرایل فوج یې صرف په شمال کې مشغول کړی دا چې په دوي پریشر وساتي او دا پیغام ورکړي که چرې حماس په غزا کې کمزوری کیږي نو په شمال کې به د اسرایل د فوج سره په بهرپور قوت سره جنګیږو.
د حزب الله سره سم د یمن ډی فیکټو حکومت انصار الله ( خوثیانو) د غزا د محاصرې په جواب کې د باب المندب سمندري لاره د یورپ او اسرایل د سمندري تجارتي جهازونو لپاره وتړله چې دغه عمل نن هم د اسرایلو او یورپ اقتصاد ته هره ورځ ضربه ورکوي .
د باب المندب د خلاصولو لپاره امریکې او برطانیې په یمن حملې وکړې خو ولې دغه حملې هیڅ موثر ثابت نه شوې ، امریکه اسرایل او یورپ بار بار په ایران الزام لګوي چې د باب المندب (سمندري لاره ) د یمن خوثیانو د ایران په مرسته بنده کړې او دغسې په غزا کې حماس او په شمال کې حزب الله هم د ایران په مرسته جنګیږي ، د امریکې د کانګریس بعضې غړي او په خاصه توګه د اسرایل موجوده حکومت د امریکې په ولسمشر بایډن فشار راولي چې د دې ټولې شخړې اصل لامل ایران دی ترکومې پورې چې ایران د امریکې او یورپ لخوا ځپلې شوی نه وي نو د اسرایل ولس به دغسې د ترهګرۍ سره مخ وي . ایران د دې هرڅه جایزه اخلي هم دغه وجه ده چې دوي امریکې ته په عراق کردستان او سوریا ادلب کې د کامیابو بریدونو نه پس امریکې ته پیغام ورکړو چې دا منطقه ټوله زموږ په رینج کې ده که چرې زما وجود ته خطره شوه نو ستاسو بحري فوج بشمول اسرایل هم زما نه بچ نه شي پاتې کیدلی .
د ایران لخوا په بلوچستان ( پاکستان ) حمله
په دې کې هیڅ شک نشته چې زموږ په منطقه او ورسره په منځني ختیځ ( مډل ایسټ ) کې ترهګرې ډلې د امریکې او موساد پیداوار دی . ددغې ډلو نه یوه ډله جیش العدل هم ده د کومو د وګړو تعداد چې اکثریت د ایران د سیستان او بلوچستان څخه دی . د دغې ډلې لخوا په ایران په تیرو ورځو کې بریدونه زیات شوي . ایران پرله پسې په پاکستان غږ کړی چې د جیش العدل مرکزونه د سرحد نه پورې اړخ یعنې په پاکستان کې دننه دي خو ولې د پاکستان فوج دلته ډیر کم شتون لري . هم دغه وجه ده چې ایران پرې خپله بریدونه وکړل . د ایران لخوا خو یا پاکستان ته پیغام دی ځکه چې پاکستان نن هم د امریکې مهم اتحادي دی او یا دا برید د پاکستاني فوج په صلاح مشوره شوی هرڅو که پاکستان د امریکې اتحادي دی خو ولې د ایران سره خپل تعلق هم په خپل ځای سم ساتي .
بل دا وجه هم کیدلی شي چې د یمن په خلاف د امریکې په اتحاد کې دوه داسې اسلامي هیوادونه شامل دي د کومو نامې چې پټې دي او قوي امکان دی چې یوه نامه په دغې کې د پاکستان وي او د ایران استخباراتي ادارو ته مالومات وي او هم ددغې د وجې ایران پاکستان ته ښایې چې زموږ د دوښمن سره په یو صف کې د ودریدلو نه لرې اوسه
امیر یوسفزی